وروسته تر هغه چې پاکستان ته تلونکي افغان سپین ږیرې په تورخم کې د سختو ستونزو له امله ځان وژنه وکړه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب په مشرۍ د ا.ا یو پلاوي تورخم ته سفر کړی دی. سرپرست سفیر په تورخم کې د مسافرینو د تگ راتگ په برخه کې موجودې سختې ستونزې خواشینوونکې بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې دغه ستونزې به ژر تر ژره حل شي. د یادونې ده چې له څه مودې راهیسې نه یوازې دا چې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې خلکو ته هغې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېده، بلکې له هغې غاړې هم هغو افغانانو ته د را اوښتو اجازه نه ورکول کېده چې ویزې یې نه لرلې خو کابل کې د پاکستان سفارت وایي چې همدا پرون ورځ یې دا ستونزه حل کړې ده.
































