د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی دی چې په هېواد کې د حق غوښتنې په نوم روان لاریونونه او تاوتریخوالي په کور دننه ترهګري ده چې د ځینې کړیو له لوري رهبري کېږي. که څه هم ټرمپ په ښکاره د کوم چا نوم نه دی اخیستی خو داسې ښکاري چې د نوموړي موخه به د پخواني ولسمشر مرستیال او راتلونکو ټاکنو ته نوماند جوبایډن وي ځکه د څېړونکو په خبره ټرمپ له ډېرې مودې راهیسي د ټولو ګډوډیو پړه پر خپلو سیاسي مخالفینو وراچوي. هغه دغه راز ویلي چې که چېرته ایالتي چارواکي د روانو تاوتریخجنو لاریونونو پر کابو کولو برلاسي نه شي نو ټولو ښارونو ته به پوځیان واستوي.
































