امريکايي چارواکو خبر ورکړی چې افغانستان به بېرته د فولبرايټ سکالرشيپونو په پروګرام کې شامل کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند رسنيو ته ويلي، که څه هم سيمه کې وضعيت بدل شوی نه دی خو پر يوه داسې پلان کار روان دی چې افغان ځوانان بېرته د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال لپاره د فولبرايټ سکالرشيپونو په پروګرام کې شامل شي. افغانستان تېر کال له بدلونونو وروسته له فولبرايټ پروګرامه وايستل شو. د دغه پروګرام پر بنسټ هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټه ۴۰۰۰ ځوانان د امريکا معتبرو پوهنتونونو ته جذبيږي او دغه راز امريکايي ځوانان نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول کيږي. له ۲۰۰۳ کاله بيا تر ۲۰۲۱ کال پورې ۹۵۰ افغان ځوانان د دغه پروګرام له لارې د زده کړو لپاره امريکا ته تللي دي.
































