د بلوچستان د ژوب اړوند شيراني ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له کبله شاوخوا ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي چې له اسلام اباده کوټې ته روان يو مساپر وړونکی موټر په دانه غږ سيمه کې ژورې کندې ته لوېدلی چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي. کندې ته د موټر د لويدو لامل تېر باران ښودل شوی دی. تر دې وړاندې تېره مياشت د بلوچستان په قلعه سيف الله کې هم يو مساپر وړونکی موټر کندې ته لويدلی و چې له کبله يې تر ۲۰ ډير مساپر مړه شوي وو. په يادو شلو کسانو کې ۹ تنه د يوې کورنۍ غړي وو.
































