سوداګرۍ وزارت وایي د افغان سوداګرو ستونزې له ازبېک لوري سره شریکوي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نور الدین عزیز په ازبیکستان کې له افغان سوداګرو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې یې دغه سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د ستونزو د حل لپاره به یې هڅه کېږي.
نوموړي ویلي دوی د افغان سوداګرو ستونزې اوري او د همدې ستونزو پر بنسټ له ازبیکستاني لوري سره مذاکرات کوي. هغه ژمنه کړې چې ستونزې به یې له ازبیک لوري شریکوي او د دوی تر ټولو ستره هڅه دا ده چې د سیمې له هېوادونو سره ډاډمنې او پراخې سوداګریزې اړیکې ولري.
افغان پلاوی دوه ورځې وړاندې له ازبیک چارواکو سره د لیدنې او د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
































