په ډنمارک کې په یوه وسله وال برید کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې په ځايي وخت ماسپښين مهال یوه دوه ویشت کلن ځوان د ډنمارک د پلازمینې په تر ټولو لوی پلورنځي کې پر خلکو ډزې کړې دي. د ډنمارک پولیس وایي چې په پېښه کې ۳ کسه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. شکمن وسله وال کس نیول شوی دی خو تر دې دمه د برید اصلي لامل روښانه شوی نه دی. پولیس وایي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو دا احتمال نه شي ردولی چې دا به یوه ترهګریزه پېښه نه وي.
































