عربي اماراتو د پکتيکا او خوست د زلزله ځپلو د درملنې لپاره مجهز سيمه ييز روغتون پرانيستی دی. د عربي اماراتو رسنيو ويلي چې د ياد روغتون وسايل او تجهيزات وړمه ورځ افغانستان ته را استول شوي وو. د عربي اماراتو دغه روغتون په زر متر مربع سيمه کې فعال شوی چې پنځه اويا بسترونه، ۲۵ د اکسيجن ډبې، دوې مجهزې عمليات خونې او د بېړنيو صحي مرستو اړين وسايل او تجهيزات لري. د افغانستان لپاره د عربي اماراتو سفير عيسی الداهيري ويلي چې هېواد يې له افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته ژمن دی. تر دې وړاندې د اماراتو د دولت مشر شيخ محمد بن زايد هم امر کړی و چې د خوست او پکتيکا زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه دې يو هوايي دهليز پرانيستل شي.
































