د استراليا لومړي وزير انتوني البانيزي ويلي، د دوی نوي نظامي تجهيزات به د روسيې د يرغل پر وړاندې د اوکراين په دفاع کې مرسته وکړي. البانيزي چې پرون کيېف ته تللی و، له ولسمشر ولاديمير زلېنسکي سره په کتنه کې ويلي چې د نوې نظامي مرستې ارزښت يې ۶۸ ميليونه ډالره دی. د اوکراين ولسمشر د استراليا د مرستې مننه کړې او يو ځل بيا يې پر لويديځو هېوادونو غږ کړی چې له دغه هېواد سره بېړنۍ پوځي مرستې وکړي. تر استراليا وړاندې امريکا او بريټانيا هم له اوکراين سره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو ژمنې کړې خو اوکراين وايي چې د يادو مرستو په ور رسېدو کې ځنډ يې هېواد له نه جبرانيدونکي وضعيت سره مخ کولی شي.
































