اسوشیتیډپرس راپور ورکړی دی چې د امریکا په تګزاس ایالت کې په تازه پېښه کې په ډزو دوه نوي ځوانان وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دی. د تګزاس ایالت د هریس سیمې د پولیسو مشر اد ګونزالس ویلي چې د هیوستڼ ښار په ۲۴ کیلومټري کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه باندې برید شوی دی چې په نتیجه کې یې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زیاته کړې ده چې د پېښې د راپور د تر لاسه کېدو وروسته یې سمدستي سیمې ته پولیس استولي دي. د هغه په وینا بریدګر د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي خو د دوی پلټنې دوام لري. د برید انګیزه لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.
































