د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند امریکا ته ننواتې پیل کړې دي. د پاکستان پخواني لوړپوړي چارواکي خواجه آصف په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، دی داسې کره اسناد لري چې له مخې یې عمران خان او تحریک انصاف د خپلو تېروتنو له امله امریکا ته زارۍ او ننواتې پيل کړې دي.
دده په وینا عمران خان هڅه کوي امریکا بېرته د ځان په پلوۍ ودروي او د خپلو تېروتنو له امله ترې بښنه وغواړي.
خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خواجه آصف دغه ادعا ردوي او وايي چې هغه د تل په څېر غواړي دوه مخي وکړي، دروغ خپروي او خبرې یې بې بنسټه دي. عمران خان ادعا کوي چې دی د امریکا په یوه دسیسه کې له واک لرې کړل شو او حکومت شهباز شریف ته وسپارل شو.
































