په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو سیاسي او اقتصادي ستونزو مسووله امریکا ده. هغه زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ لامل په دغه هېواد کې د امریکا غیر مسوولانه مداخله ده. نوموړي څرګنده کړې ده چې امریکا د دغه هېواد مالي زیرمې محدودې کړې دي چې له امله یې اوس افغانان په یوه مړۍ ډوډۍ پسې حیران دي، په داسې حال کې چې ۴۳ میلیارد ډالر یې د اوکراین لپاره ځانګړې کړې دي. وانګ یو دا څرګندونې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو لپاره د چین هېواد د نقدي او غیر نقدي مرستو د تسلیمېدو پر مهال کړې دي.
































