په شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځلس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا ځانمرګی برید تېره ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په خدي سیمه کې شوی دی چې په نتیجه کې یې لومړی پنځلس پوځیان ټپيان شوي وو خو دوو پوځیانو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده. ځایي مسوولینو ویلي، ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر سایکل په سیمه کې د پوځ له یوه موټر سره جنګولي چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده. د برید پړه تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































