د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیران په اندونیزیا کې سره ګوري. د امریکايي رسنیو د راپور پر بنسټ ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اندونیزیا کې له خپل چینایي سیال سره وګوري. دغه لیدنه د جي شل هېوادونو په څنډه کې ترسره کېږي.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او یو لړ نړیوالو مسایلو بحثونه او خبرې کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون کوي خو امریکايي لوری به ورسره و نه ګوري. د جي شل هېوادونو په دې غونډه کې پر بېلو مهمو نړیوالو مسایلو خبرې او بحثونه کېږي، ښايي په اوکراین کې د روسیې اوسنی چلند هم د بحث برخه وي.
































