په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلابونو خلکو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي. د راپورونو له مخې، تېره ورځ د غزني، پکتیا، خوست، زابل او میدان وردګو ولایتونو په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې تر سختو ورښتونو وروسته راوتلیو سیلابونو ګڼ شمېر کورونه نړولي او دغه راز یې ګڼې کرنیزې ځمکې هم وړې دي. د راپورونو له مخې، وروستیو سیلابونو په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې یې تیاره مړۍ د خلکو له خولې څخه اخیستې ده. د غزني ولایت د اندړو، مقر او ګیلان ولسوالیو اوسېدونکي وایي چې وروستیو سیلابونو یې تیار درمندونه وړي دي او د ټول کال خوارۍ یې د سترګو پر وړاندې پر اوبو لاهو شوې دي. په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د راپور ورکولو مدیر فریدون فولاد وایي چې راوتلیو سیلابونو نه یوازې دا چې د خلکو ګڼ شمېر کورونه نړولي دي، د غنمو او کچالو په هکتارونو کرنیزې ځمکې یې وړې دي، بلکې جوړ شوي استنادي دیوالونه یې هم په بشپړه توګه زیانمن کړي دي. دا زیانونه وروسته تر هغه خلکو ته اوړي چې تېره ورځ د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی و چې په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو امکان ډېر شوی دی چې پکې نسبتاً د سختو اورښتونو له امله د سیلابونو راوتو خبر هم ورکړل شوی و.
































