په برېټانیا کې د بوریس جانسون حکومت سقوط ته نږدې شوی دی. برېټانوي رسنۍ وايي چې د جانسون د حکومت غړو پر نوموړي خپل باور بایللی دی او هره ورځ د استعفاوو راپورونه خپرېږي. په تېرو څو ساعتونو کې د جانسون د حکومت ۴۰ لوړپوړو چارواکو له دندې استعفا ورکړې ده.
دوی وایي چې جانسون نور د باور وړ نه دی او اوسنی دولت یې د ناورین لوري ته بېولی دی. په هغو کسانو کې چې نوې یې استعفا ورکړې ددغه هېواد د خزانې او عامې روغتیا وزیران هم شامل دي. جانسون د برېټانیا لومړی وزیر دی او راپورونه وایي چې ښایي دی هم د فشارونو له امله له خپلې دندې ګوښه شي.
































