د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې د دوی کابینه ټولشموله ده ځکه چې د افغانستان د ټولو قومونو او سیمو خلک پکې شته دي. مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال او په افغانستان کې د یوناما له سرپرست مارکوس پوتزل سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړي دغه راز ویلي چې له شخصیتونو سره د ا.ا د تماس کمیسیون په هڅو تر اوسه پورې ۱۲۰ تنه پخواني چارواکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي چې اوس مهال په امنه او خوندي فضا کې ژوند کوي او دغه راز یاد کمیسیون هڅه کوي چې خلکو ته په ډاډ ورکولو سره نور خلک هم چې له هېواده وتلي دي بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي.
































