د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د امریکا استازو او مشرانو جرګې ته په یو لیک کې ویلي، غواړي د امریکا د لوی متحد په توګه د افغانستان موقف لغوه کړي. مخکې تر دې افغانستان د امریکا د لوی غیر ناټو متحد حیثیت لرل او د پالیسیو په لومړیتوبونو کې و. سپینې ماڼۍ تېره ورځ کانګرس ته په یوه لیک کې د بایډن له خولې لیکلي: (غواړم د امریکا د لوی متحد په توګه د افغانستان د موقف لغوه کولو په اړه تاسې ته خبر درکړم). د یادونې ده چې متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ناټو سازمانه بهر افغانستان د یو لوی متحد په توګه اعلان کړ او په دې سره یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اقتصادي او دفاعي اړیکو پياوړتیا او خوندیتوب ته زمینه برابره کړه. امریکا له شل کلنې جګړې وروسته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او نور په دغه هېواد کې پاتې کېدل بې ګټې دي خو د چارو شنونکي او امریکایي رسنۍ په خپلو تبصرو کې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته په رسېدو کې ناکامه او تېره شل کلنه جګړه او لګښتونه بې ګټې بولي.
































