د فوربیس په نوم د یوې امریکایي ویبپاڼې د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د یو معتبر بنسټ له لوري ترسره شوې سروې ښیي چې ۸۸ سلنه امریکایان پر دې باور دي چې امریکا پر ښه لوري نه ده روانه. سروې وایي، له هغو امریکایانو چې د امریکا د راتلونکې په اړه ورڅخه پوښتنه شوې ده ۸۸ سلنه هغو یې ویلي چې امریکا پر غلطه لار روانه ده ځکه چې د دوی په خبره د بایډن سیاستونه ناسم دي. په سروې کې دغه راز د بایډن د محبوبیت په اړه هم پوښتنه شوې ده چې نږدې ۵۸ سلنه امریکایانو د بایډن له کارونو څخه نارضایتي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې بایډن د دوی د تمې خلاف د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري. د یادونې ده چې ډېری امریکایان په امریکا کې د انفلاسیون او اقتصاد په اړه جدي اندېښنه لري او په دې برخه کې د بایډن کار او هڅې ناکافي بولي.
































