د هېواد په څوارلسو ولايتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله پر درنو مالي زيانونو سربېره لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه شوي هم دي. طبيعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت چارواکي وایي، ښايي د سيلابونو له کبله د مړو شويو شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه ټولو سيمو ته د امکاناتو د نشتون له کبله پر يوه وخت رسيده ګي ناشونې ده. وردګ، غزني، زابل، لوګر، پکتيا، پکتيکا، لغمان ننګرهار، کونړ او نورستان هغه ولايتونه ښودل شوي چې سيلابونو ډير زيانمن کړي او تلفات پکې اوښتي دي. طبيعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د سيلابونو له کبله تر دې مهاله د ۱۳ تنو مړينه تاييد شوې چې د ځينو يې لا جسدونه هم نه دي موندل شوي.
































