د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، چې اسلامي امارت ښځو ته په سیاسي او اقتصادي برخو کې ونډې ورکولو ته ژمن دی. نوموړي د « اختر بازار» په نوم د یوه نندارتون د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، چې ښځې ددې ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او هیڅوک نشي کولای چې د دوی د حقونو له ورکړې انکار وکړي. هغه همداراز وویل، چې دمګړۍ د هېواد په ځینو برخو کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستې دي او پاتې ښوونځي به د تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته پرانیستل شي.
































