د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي د سولې لپاره اړینه ده چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي په دې کې شک نشته چې طالبان د القاعده په شان له نړیوالو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې لرلې، نو اوس باید دغه اړیکې ختمې کړي. هغه ویلي طالبانو په افغانستان کې خونړۍ جګړه کړې ده او ګڼ افغانان یې وژلي خو نور ددې وخت دی چې دغه وینې تویېدنه ودرول شي او طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې سوله د افغان حکومت او امریکا ګډ لومړیتوب دی نو له همدې امله باید دغه فرصت ضایع نه شي او طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
































