د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب د قطر امیر او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ پر دفاعي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي. د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر قطر ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره چې د یاد هیواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه یې هم ملتیا کوله، وکتل. په دې ناسته کې د دفاع سرپرست وزير د افغانستان خلکو سره یې د قطر دوست هېواد له مرستو مننه وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار وکړ. مولوي محمد یعقوب دغه راز د قطر د امیر د ملي امنیت له سلاکار شیخ محمد بن احمد المسند سره وکتل او دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې. مولوي محمد یعقوب او مل پلاوي یې د قطر د ګډو نظامی عملیاتو له مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د ګډو پوځي عملياتو مرکز له قوماندان سره یې وکتل. سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دفاعي او امنیتي اړیکو د پراختیا په تړاو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
































