د پوهنتون یو شمېر استادانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ښځو د حقونو د تامین غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، یادو استادانو له حکومته غوښتي چې د تېر رژیم تېروتنې تکرار نه کړي. د سرچينې په وينا، د پوهنتون استادانو دغه راز له دولت څخه د ښې حکومتوالۍ له کړنلارو څخه د استفادې غوښتنه وکړه او د دولت په بېلابېلو برخو کې يې د علمي کادرونو پر ګومارنې ټينګار وکړ. دوی د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو ته په اشارې سره وویل چې حکومت باید په دې برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي. په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دغه وزارت مرستیالانو ویلي چې حکومت د پوهنتونونو د استادانو مشورې ستايي او په درنه سترګه ورته ګوري.
































