د خبریال وېب پاڼې په حواله، د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د نړیوال سیاست پوهنتون( The Institute of World Politics) چي په نړیوالو او امنیتي چارو کې د رهبرۍ په موخه په محدوده کچه د ماسټرۍ او دوکتورا تدریس کوي او د امریکا لپاره د یوه فکري مرکز په توګه فعالیت کوي، خپل یو افغان محصل هارون حکیمي وستایه.
د یاد پوهنتون ادارې د هارون حکیمي چې تازه یې له دغه پوهنتون څخه د ملي امنیت په چارو کې په لومړۍ درجه ماسټري دوره بشپړه کړې، د وړتیا ستاینه کړې او په خپل ویبسایټ کې یې د نوموړي د ترلاسه کړې درجې په پار د هغه ژوندلیک خپور کړی دی.
دغه پوهنتون د هارون حکیمي په ژوندلیک کې راوړي چې هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په خپلکور کې زده کړې پیل کړې او د سپټمبر له پېښو وروسته چې په افغانستان کي اوسنی حکومت رامنځته شو، ښوونځي ته ولاړ. د سرچینې په خبره، حکیمي ښوونځی له جهادي مدرسې څخه په پاتې ودانۍ کې په داسې حال کې پیل کړ، چې د هارون او ټولګیوالو لپاره یې په ودانۍ کې ځای نه و او له مجبورۍ یې له جهادي مدرسې څخه پاتې غُسلخانه د ټولګي په توګه کاروله.
دغه پوهنتون د هارون حکیمي د علمي سفر د ستونزمن پیل او دوام پرمهال د هغه استقامت د نوموړي د اوسني مقام د بنسټیز راز په توګه یاد کړی او د فولبرایټ په ګډون د ګڼو معتبرو سکالرشیپونو ترلاسه کول، د نړۍ مشهورو پوهنتونونو ته لاره موندل او په واشنګټن ډي سي کې د American University او بیاوروسته په دغه علمي اداره کې د دویمې ماسټرۍ بشپړول یې د درناوي وړ لاسته راوړنې ګڼي.
حکیمي چې له مسلکي اړخه ډیپلوماټ دی او په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په سفارت کې دنده لري، په خپل کاري چاپیریال کې هم تر ډېره ښه ځلېدلی دی. هغه تر دې وړاندې په بهرنیو چارو وزارت کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو د مرستیال او تر هغه وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.
د یادونې وړ ده چې هارون حکیمي درېیم افغان دی چې د نړیوال سیاست له پوهنتون څخه فارغېږي؛ لومړی یې د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي او دویم یې د سیاسي چارو شنونکی شفیق همدم دی چې د ښاغلي حکیمي پر فراغت یې د خپل ټویټر له لارې خوښي څرګنده کړې ده.
د افغانستان په اوسنیو پېچلو او ناندریزو شرایطو کې امریکا د متحده ایالاتو (د نړیوال سیاست پوهنتون) له لوريافغان محصل ته دا اعزاز ورکول په نړیواله کچه دافغانستان پر پرمختګ او د ولسواک نظام د ستنو پر ټینګښت دلالت کوي .
که څه هم افغانستان د جنګ جګړو، سیاسي ناندریو، نشه یي توکو او ناقانونیو له کبله نړیوال شهرت موندلی، خو ورته خبرونه په کور دننه او له هېواده بهر پر عامه فکر مثبت اغېز کولای شي.
































