د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخې نیولو په لړ کې د اوکراین پوځ سره د مرستې لپاره امریکا اوکراین سره د نور پوځي مرستو اعلان کړی دی. امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو تازه مرستې اعلان وکړ چې پکې به اوکراین ته نوې ډول وسلې ورکول کېږي. دغه ډول وسلې له دې نه مخکې امریکا اوکراین ته نه وې ورکړې. د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اوکراین ته ورکول کېدونکې وسلې کره هدف وېشتلی شي او د اوکراین ځواکونه به یې په کامیابۍ استعمال کړي. پېنټاګون اوکراین سره د تازه مرستو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې څو ورځې وړاندې روسي ځواکونو د اوکراین په لوهانسک ښار کې د بریا اعلان کړی او اوکرایني ځواکونه د لېسچېنسک ښار نه په شا شوي دي.
































