د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وروسته له هغه د جې۲۰ یا د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو له غونډې په غوسه ووت چې لویدیځو ځواکمنو هیوادونو پر اوکراین باندې د مسکو پر پوځي یرغل نیوکې وکړې. د جي ۲۰ کنفرانس د اندونیزیا په بالي ښار کې جوړ شوی او روسیه هم د دې ډلې غړیتوب لري. واشنګټن او متحدینو یې تر غونډې مخکې د روسیې برید وغانده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وینا، لوېدیځو متحدینو د تړلو دروازو تر شا، د لاوروف په حضور کې په پراخه کچه پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل وغانده. بلینکن وویل چې د جي۲۰ ډلې غړو په دې کنفرانس کې پر اوکراین د روسیې د تیري د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه. اندونیزیا هم چې د دغه کنفرانس کوربه توب کوي، له روسیې غوښتي چې د اوکراین کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي. خو دپلوماتانو ویلي، لاوروف په داسې حال کې له کنفرانس څخه ووت چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک پر اوکراین د روسیې پر پوځي یرغل نیوکه وکړه.
































