د تېرو کلونو په پرتله سږکال د لوی اختر لومړۍ دوې ورځې د امنیت په فضا کې تېرې شوې دي او د امنیتي چارواکو په خبره د لوی اختر په تېرو دوو ورځو کې هیڅ ډول امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې. کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ا.ا ځواکونه د هېواد په هر کونج کې د هېوادوالو د امنیت په تامین بوخت دي او د یادو زړورو ځواکونو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له برکته تېرې دوې ورځې په بشپړه امنیتي فضا کې تېرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دا لومړنی لوی اختر دی چې د ا.ا تر چتر لاندې په ټول هېواد کې له کومې امنیتي پېښې پرته لمانځل کېږي.
































