د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په کولرا ناروغي اخته ۱۵ کسانو خپل ژوند بایللی دی. د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې پر کولرا ناروغۍ اخته ۱۲۰ کسان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي چې له ډلې یې ۱۵ کسان مړه شوي دي. د چارواکو په خبره، په کولرا اخته ناروغانو کې ډېر شمېر یې ماشومان دي. که څه هم مسوولین وایي چې تر اوسه پورې باغران ته ورڅېرمه ولسوالیو کې د ورته ناروغۍ نښې نښانې نه دي موندل شوې خو اندېښنه څرګندوي چې که چېرته دا ناروغي کنټرول نه شي نو لرې نه ده چې د دغه ولایت په ګډون د هېواد نورې سیمې هم له جدي ګواښ سره مخ کړي.
































