د ارزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې راوتلیو وروستیو سیلابونو لږ تر لږه د ۲۶ کسانو ژوند اخیستی دی. د ارزګان د والي مرستیال ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په بېلو سیمو کې راوتلیو سیلابونو ۲۶ کسان مړه کړي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د یاد چارواکي په خبره، دا سیلابونه په خاص ارزګان، ګیزاب او چورې ولسوالیو کې راوتلي دي چې د ځاني زیان سربېره یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. زلزله ځپلې بیا له حکومت څخه د مرستې د غوښتنې ترڅنګ وایي چې سیلابونو یې هستي او نیستي له ځانه سره وړي دي.
































