د ازبکستان په پلازمېنه کې د روانې جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶مه نېټه د شلو هېوادونو ناسته جوړېږي. راپورونه وایي چې په ازبکستان کې دغې جوړېدونکې سیاسي او اقتصادي ناستې ته افغانستان هم بلل شوی دی او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پکې برخه واخلي. بهرنیو چارو وزارت تازه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ورته ناستو کې د افغانستان ګډون مهم بللی دی او ویلي یې دي چې د افغانستان ا.ا یو پلاوی به د ازبکستان په کوربتوب جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.
































