سیمه ییزو روغتیایي چارواکو ویلي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې په یوه ورځ کې پر کولرا اخته ۳۰۰ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. که څه هم د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو په اړه تر اوسه رسمي شمېرې نشته خو د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې تر دې مهاله لږ تر لږه شل کسانو خپل ژوند بایللی دی. د لوي اختر په لومړۍ ورځ د هلمند په باغران او د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالیو کې يو شمېر کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته د نس ناستې پر ناروغۍ اخته شوي دي. د سیمې اوسېدونکي د یادې ناروغۍ د پراختیا مخنیوي لپاره له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي. د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې په زابل کې هم د ورته ناروغي له امله يو شمېر خلکو خپل ژوند بایللی و.
































