په هېواد کې د کولرا ناروغۍ پراختیا اندېښنې راولاړې کړې دي. په وروستیو کې د هېواد په څو جنوبي او شمالي ولایتونو کې د کولرا په ناروغۍ د اخته کسانو پېښې ډېرې شوې دي. تر ټولو ډېرې پېښې په هلمند او زابل کې تر سترګو کېږي او ویل کېږي چې لسګونه ماشومان او لویان په دې ناروغۍ اخته دي.
د هلمند ولایت چارواکي وايي چې ددغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې تر دې دمه د کولرا ۵۹۰ پېښې ثبت شوې دي چې له دې امله ۱۸ کسان مړه شوي هم دي. هېوادوالو ته ددغه ناروغۍ د پراختیا له امله اندېښنې پیدا شوې دي او روغتیايي کارکوونکي هم وایي چې نړیوالې خیریه موسسې دې له روغتیایي مرکزونو سره مرسته او همکاري وکړي.
































