روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۵۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. روغتیا وزارت وایي، د یادو پېښو په ثبتېدو سره پر یادې وژونکې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷زره او ۲۶۷ تنو ته رسېدلی دی. د یاد وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په همدې موده کې د کرونا وبا له امله ۲۴ کسان مړه شوي هم دي چې له دې سره له همدې ناروغۍ د مړه شویو ټولو کسانو شمېر بیا ۲۹۴ ته پورته شوی دی. خبرپاڼه کاږي، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ کسان بېرته روغ شوي هم دي چې ورسره د ټولو رغېدلو شمېر ۱۵۲۲ ته رسېدلی دی.
































