راپورونه وایي، بلوچستان کې د پاکستان لوړپوړی پوځي چارواکی تښتول شوی دی. د دغه هېواد پوځي او استخباراتي سرچينو د تښتول شوي پوځي نوم ډګرمن لايق ښودلی او ويلي يې دي چې زيارت سيمې ته نږدې د نامالومو وسله والو له لوري تښتول شوی دی. سرچينو ويلي چې د پېښې پر مهال د تښتول شوي پوځي مېرمن او ماشومان هم ورسره وو خو وسله والو هغوی ته څه نه دي ويلي. د دې تښتونې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
































