د افغانستان ا.ا د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ د پخوا په پرتله څو برابره ډېر شوی دی. راپورونه وایي چې د اختر په ورځو کې لږ تر لږه ۴۰ زرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له دغه تاریخي ولایت څخه لیدنه کړې ده. د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست ویلي؛ ۴۰ زرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو تاریخي او لرغونې سیمې کتلې دي. د هغه په وینا، دوی د سیلانیانو د جذب لپاره هڅې پیل کړې دي او ډاډ یې ورکړی دی چې سیلانیانو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د یادونې ده چې د امنیتي وضعیت ښه کېدو سره د هېواد تفریحي او تاریخي سیمو ته د خلکو تګ راتګ پام وړ ډېر شوی دی.
































