د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي چې روسيې د اوکراين له ختيځ او سويله په سلګونو زره اوکراينيان په زور ايستلي دي. بلينکن ادعا کړې چې تر يو نيم ميليون پورې اوکرايني وګړي د تصفيوي عملياتو پر مهال روسيې ته وړل شوي او ځينې يې د هغه هېواد د ختيځ په داسې سيمو کې مېشت کړای شوي چې تر دې مخکې هلته چا ژوند نه کاوه. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه بيان په خپرولو سره د روسيې دا کار د جنيوا کنوانسيون خلاف عمل بللی او پر روسيې يې غږ کړی چې ژر تر ژره له دې کاره لاس واخلي. پر روسیې اوکراين کې د جګړې پر مهال د ګڼو بشري سرغړونو تورونه پورې شوي او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وروستۍ ادعا هم تر هغې يوه ورځ مخکې ده چې هاګ محکمه په اوکراين کې د شويو جنګي جنايتونو څېړنه پيل کړي.
































