د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي چې متحده ایالات تل د نورې نړۍ په هېوادونو کې خونړۍ کودتاګانې تنظیموي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې ده چې امریکا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په نورو هېوادونو کې د کودتاګانو په تنظیم کې کافي تجربه لري. د نوموړي دې اعتراف د نړۍ په کچه غبرګونونه را پارولي دي. چین، روسیې، ترکیې وینزویلا او یو شمېر نورو هېوادونو د نورو په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنو په اړه خپلو تجربو ته اشارې کړې دي او ویلي یې دي چې امریکا به بلاخره د خپلو کړنو سزا ویني.
































