حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله له ملګرو ملتونو سره پر زده کړو او دایمي ثبات خبرې کړې دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر له مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د نجونو او هلکانو پر زده کړو خبرې شوې دي. درېواړو لورو ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د نجونو او هلکانو د زده کړو او تعلیم لپاره کار کېږي او هڅه کېږي چې دا ټکنی بهیر بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. دوی همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د دایمي ثبات د راتګ یوازینۍ لار ملي یووالی او زده کړې دي.
































