د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي له ایران سره به د ۲۰۱۵ کال د هستوي تړون بیا احیا کولو لپاره تر ابده انتظار ونکړي. بایډن وویل چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته د بیا ورګرځېدو لپاره یې خپله طرحه د ایران مشرانو ته سپارلې ده او اوس یې ځواب ته منتظر دی خو تر ابده ورته انتظار نشي کولی. نوموړي وویل که ضرورت پیدا شي، اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره به له زور څخه هم کار واخلي او په خبره یې دا به یې وروستی انتخاب وي. بایډن په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیل صدراعظم یاییر لاپیډ پرون یو ګډ تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اټومي وسلې ترلاسه کړي. امریکا او اسرائیلو تل د ایران د اټومي وسلو د پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې ده. په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي که واشنګټن هر ډول تېروتنه وکړي، تهران به یې سخت ځواب ووايي.
































