اوکرایني چارواکي وایي چې د وینیتسیا په ښار باندې د روسیې د میزایلو په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل شوي دي. اوکرایني پولیس وايي چې روسي ځواکونو پرون د کیف د جنوب لویدیځ په ۲۷۰ کیلو میترۍ کې د وینیتسیا په ښار باندې درې میزایل توغولي او یو دفتر یې وېشتلی دی. پولیس چارواکي وايي د روسیې سمندري ځواکونو له تورې بحیرې څخه دا میزایل توغولي چې د استوګنې ودانۍ یې ورانې کړې او ۵۰ موټرونه یې هم سوځولي دي. د وینیتسیا د سیمې والي سرهي برزوف وایي چې د اوکراین دافع هوا ځواکونو څلور نور روسي توغول شوي میزایل شنډ کړي دي. دا ښار د اوکراین یو لوی ښار بلل کېږي چې شاوخوا ۳۷۰۰۰۰ نفوس لري.
































