د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت امنیه قومنداني وایي، دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې له امله یې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. د چارواکو په خبره، ټپیان یې د درملني په موخه نږدې روغتون ته رسولي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه کومې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
































