په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، له نړیوال بانک سره یې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له نوښتونو د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له نړیوال بانک سره یې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له نوښتونو د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه قرارداد به د افغانستان ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي او موخه یې د غیر دولتي او مدني بنسټونو د ظرفیت لوړول او د پروژو ملاتړ دی، چې د پام وړ اغېز به ولري. دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله، غیر دولتي او مدني بنسټونو د بشري خدمتونو په وړاندې کولو او پراختیايي فعالیتونو کې مهم رول لوبولی دی.































