د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی جنرال لعل جان ظهیر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. د دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال دولت وزیري له سپوږمۍ راډیو سره په ټلېفوني خبرو کې وویل، چې لعل جان ظهیر د افغانستان د وسله وال پوځ یو تکړه، زړور او با غروره جنرال و، چې د خبرو کولو د ځانګړي فصاحت او بلاغت تر څنګ یې له خپلې دندې سره ځانګړې مینه درلوده. د دولت وزیري په خبره جنرال لعل جان ظهیر په نظامي علومو کې ماسټري درلوده او له بلوک نیولې تر فرقې پورې یې د افغانستان په اردو کې دندې تر سره کړې دي. په ورستیو کې یې په کابل کې د (۱۱۱) مې فرقې د مرستیال او له هغه وروسته یې د کابل د ښوونیز مرکز د رییس په توګه دندې تر سره کړې، چې ګڼ شمېر افسران او بریدملان یې وروزل او د افغانستان اردو ته یې وړاندې کړل. جنرال لعل جان ظهیر تېر کال له دندې تقاعد شو. ویل کېږي نوموړي اوس هم د ولسمشر د ځانګړي سلاکار محمد یوسف غضنفر په دفتر کې په امنیتي برخه کې کار کاوه.
































