مالیزیا وایي چې دوی له افغان حکومت سره اړیکو او له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغه لیدنه کې په سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، بانکي سکتور، د زدهکړو په بهير او دوه اړخيزو همکاریو خبرې شوې دي. د یاد وزارت په خبره، متقي له یاد پلاوي غوښتي، چې له افغانانو سره د اسلامي بانکدارۍ، تعلیمي بورسونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې لازمه همکاري وکړي. مالیزیايي پلاوي ډاډ ورکړی، چې له افغان حکومت سره به اړیکو ته دوام ورکوي. دغهراز په دې لټه کې دي، چې پرمختګونه رامنځته او له افغانانو سره تلپاتې همکارۍ وکړي.
































