ټرمپ ویلي وو چې د لاریونونو د ارامولو او کنټرولو لپاره به په ښارونو کې د پولیسو پر ځای امریکایي پوځيان ځای پر ځای کړي خو د امریکا ددفاع وزیر مارک اېسپر د ټرمپ له دې خبرې سره مخالفت کړی دی. دده په خبره د پوځ را ایستل وروستی انتخاب دی او دا په داسې شرایطو کې عملي کېږي چې وضعیت تر وروستۍ کچې کړکېچن شي. اېسپر همدا راز امر کړی چې له واشنګټن او ځینو نورو سیمو دې راوتلي پوځیان بېرته خپلو قرارګاوو ته ستانه شي. د امریکا ددفاع وزیر وایي چې تر اوسه په امریکا کې وضعیت سم دی او په خبره یې د بغاوت ضد قانون پلي کولو ته تر اوسه ډېر وخت شته دی.
































