یوازې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید تېروتنه وه. امریکایي مخکښ سناتور لیندسي ګراهام تازه د افغانستان د وضعیت، سولې، روانې جګړې او سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته یو لیک استولی دی. نوموړي په دې لیک کې ویلي چې امریکایي ځواکونه باید له افغانستان و ایستل شي ځکه پوره ۱۹ کاله جګړه په دغه هېواد کې یوه تېروتنه وه. دده په خبره پر طالبانو او افغانستان یوازې ددې لپاره برید چې دوی د القاعده شبکې مشران ساتلي یوه تېروتنه وه او نور امریکایي سرتېري باید له افغانستان و ایستل شي. ګراهام همدا راز وایي چې امریکایي چارواکي دې له طالبانو سره له شوې هوکړې ځان ډاډه کړي او دغه هوکړه باید په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه ختم کړي چې بیا ځلې امریکا او د امریکا متحدینو ته له دې هېواد ګواښ متوجه نه شي. ګراهام د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی او ددې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور او درانه لګښتونه پای ته ورسول شي.
































