ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا تهران ته سفر وکړي. راپورونه وایي چې پوتین به د ایران او ترکیې له ولسمشرانو سره د سوریې پر جګړه خبرې اترې وکړي. که څه هم تر اوسه پورې څو څو ځله روسیې، ترکیې او ایران د استانې سولې پروسې په نوم د سوریې جګړې ته د پای ټکي ایښودلو په موخه ناستې تر سره کړې دي خو مطلوبې پایلې یې نه دي ترلاسه کړي. روسي رسنیو تمه ښودلې ده چې دا خبرې به ګټورې وي او د سوریې د جګړې پای ته رسولو سره به مرسته وکړي.
































