د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې له جاپاني خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ا.ا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې هیڅ هېواد دې د افغانستان له لوري د خطر احساس نه کوي ځکه چې د ده په خبره، ا.ا به هیچاته اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. سرچینه کاږي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر حکومتولۍ، نشه يي توکو، ښځو حقونو او په هېواد کې د ښوونې او روزنې په اړه خبرې کړې دي. حنفي له نړۍ سره پر سالمو اړیکو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان حق لري د یو خپلواک هېواد په توګه د دوه اړخیز درناوي په رڼا کې له نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي.
































