د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په انډیانا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ایالت پولیس چارواکو ویلي چې یو وسله وال کس له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې پر خلکو ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې څلور کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. پولیس وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه هغه روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د پولیسو په وینا، بریدګر هم د پېښې په ځای کې د پولیسو له لوري وژل شوی دی. د برید انګېزه تر اوسه روښانه نه ده خو پولیسو د پلټنو خبر ورکړی دی.
































