ددغه هېوادونو لوړ پوړو ديپلوماتانو په یوه ویډیويي کنفرانس کې ټینګار کړی دی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پيل شي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي ټولو اړخونو ټینګار کړی دی چې باید د زندانیانو د تبادلې پروسه بشپړه شي او ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي. د کابلوف په وینا په دې کنفرانس کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو هم خبرې شوې دي او هغه مثبت ارزول شوي دي. روسیه وایي دوی ددې هیله لري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي او دایمي سوله راولي.
































